د غني او عبدالله تازه سياسي اختلاف: عبدالله وايي چې د مصالحې عالي شورا په اړه د ولسمشر فرمان ته اړتيا نشته 

 روهي (دوه نۍ/۱۰ د وږي)، د حکومت د پخلاينې لوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر غني له هغه فرمان سره مخالت ښوودلی دی چې د مصالحې عالي شورا غړي او مشرتابه پلاوی يې په کې معرفي کړی دی. 

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "سپيدار ـ کابل: د ۱۳۹۹ کال د غويي ۲۸مې د سیاسي هوکړه لیک د «ب» بند د صراحت پر اساس، د دې شورا د رسمیت او رامنځته کېدو بحث «د ملي مصالحې عالي شورا له ولسمشر، سیاسي طرفونو او رهبرانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو له ریسانو، مدني ټولنې او د هېواد له نخبه ګانو سره په مشوره، تشکیلېږي.» نو په دې اساس، د دې شورا ایجاد د ملي مصالحې د عالي شورا د رئيس له صلاحیتونو څخه دي او د ولسمشرۍ د محترم مقام د فرمان ایجاب نه کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا ترکیب باید جامع او همه شمول اوسي او په دې برخه کې د هېواد له مختلفو سیاسي ـ مدني رهبرانو او جریانونوس ره مشورې پيل شوي او د وروستي کېدو په حال کې دي."

د يادونې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، ګلبدين حکمتيار او صلاح الدين رباني د مصالحې عالی شورا کې خپل غړېتوبنه رد کړي وو.