کابل يې کوربه ده؛ افغان او پاکستاني چارواکي نن ورځ په څلورو مسايلو خبرې کوي 

روهي (دوه نۍ/۱۰ د وږي)، نن ورځ د افغانستان په کوربتوب کابل کې د پاکستاني او افغان چارو ناسته تر سره کيږي. دغه ناسته کې څلور مسايل ټاکل شوي دي چې خبرې به پرې وشي. 

د افغانستان د بهرنیو چارو زارت ویاند ګران هېواد وايي، په غونډه کې دواړه لوري پر ترهګرۍ ضد مبارزه، امنیت، کډوالو او خپل منځي راکړه ورکړه خبرې کوي.

دغه ناستې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په مشرۍ يو پلاوی کابل ته راغلی دی. دا ناسته په داسې وخت کې کيږي چې په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان اړيکې سره ترېنګلې شوې وې. 

د يادونې ده چې له دغه ناستې وړاندې د پاکستان په بلنه قطر کې د طالبانو سياسي پلاوی چې مشري ملا عبدالغنی برادر کوله اسلام اباد ته لاړ او بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره يې رسمي ناسته تر سره کړه.