ماریا زاخارووا: د بين الافغاني خبرو ځنډ د افغان سولې لپاره نړيوالې هڅې بې خونده کوي 

روهي (دوه نۍ/۱۰ د سلواغې)، د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ماریا زاخارووا په يوې خبري ناستې کې ويلي دي،  چې د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو ځند به د افغان سولې لپاره نړيوالې هڅې کمزورې کړي. 

نوموړې له افغان حکومت غوښتي دي چې د زندانيانو د تبدلې بهير بشپړ کړي او ژر د سولې بين الافغاني خبرې پيل کړي. ماریا زاخارووا د افغانانو ترمنځ پر مخامخ خبرو ټېنګار کړی دی. 

د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې دا هم ويلي دي چې کابل کې د مسکو سفير له افغان چارواکو سره هم د سولې بين الافغاني خبرو په اړه ناستې او لېدنه کړې دي.