کريم خليلي: د سولې خبرې به دوه کاله وړاندې پيل شوې وای؛ که ولسمشر غني د سولې فرصتونه له لاسه نه وای ورکړي 

روهي (دوه نۍ/۱۰ د وږي)، د سولې عالي شورا پخواني مشر کريم خليلي ادعا کوي چې حکومت او په خاص ډول ولسمشر غني د سولې فرصتونه له لاسه ورکړل چې په پايله کې يې تر اوسه د سولې خبرې نه دې پيل شوې. 

کريم خليلي تېره ورځ د عاشورا په مراسمو کې وينا کړې او ويلي دي چې شونې وه د سولې خبرې دوه کاله وړاندې پيل شوې وای، خو حکومت هغه وخت د سولې شونتياوې له لاسه ورکړې. 

نوموړي زياته کړې، "هغه وخت چې زه د سولې عالي شورا مشر وم، د سولې فرصتونه ايجاد شول، يو شمېر طالب مشرانو سره په مستقيم ډول په اړيکه کې وو، هلمند کې طالب پلاوی خبرو لپاره تيار شوی وو، طالبانو د سولې خبرو لپاره شل ورځې وخت راکړ؛ ما يې په اړه ولسمشر ته وويل خو له بدمرغه چې هغه فرصت له لاسه لاړ."

نوموړي حکومت او طالبانو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرې يې دا ځلې د سولې راغلي فرصتونه له لاسه ورکړل نو د ملت پر وړاندې به ستر جفا وي.