محقق: د سولې خبرو پر جمهوريت معامله د منلو نه ده 

روهي (دوه نۍ/۱۰  د وږي)، هزاره مشر او د وحت ګوند رئيس محمد محقق تېره ورځ د عاشورا ورځې مراسمو کې د خپلو خبرو په يوې برخې کې د جمهوريت پر ساتلو او د افراد پر حقونو ټېنګار کړی دی. 

محمد محقق ويلي دي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې بايد د افغانستان اسلامي جمهوريت او د خلکو فردي حقوق وساتل شي. 

نوموړي پر افغان حکومت او طالبانو دا غږ هم کړی دی چې د سولې لپاره راغلی فرصت بايد له لاسه ور نه کړي. 

له محمد محقق ور اېخوا د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش هم ويلي دي چې سولې خبرو کې د جمهوريت ساتل اړين دي او خلک د طالبانو پخوانی امارت په ډول د نظام ډول نه غواړي.