محب: که بهرني ملاتړي هم له مونږ لاس واخلي، جمهوريت به پر خپل ځای وي 

روهي (يوه نۍ/۹ د وږي)، د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب له اريانا نيوز سره په خپلې يوې وروستۍ مرکې کې ويلي دي چې که چېرې د افغانستان نړيوال ملاتړي د افغانستان له ملاتړ لاس واخلي، نو د افغانستان حکومت به خپل کار ته ادامه ورکړي. 

نوموړي زياته کړې، "مونږ کولی شو دا سیستم  خوندي کړو؛ نو زه وینم چې کافي ظرفیت شته او موږ د سیستم د ساتنې لپاره امکانات لرو." 

حمد الله مجب د سولې خبرو وروسته د حکومت د ډول په اړه ويلي دي، "مونږ به په پای کې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږو؛ دا پرېکړه باید د خلکو لخوا وروستۍ شي یا لویه جرګه به بیا جوړه شي."

د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب لنډمهاله اداره د هېواد په ګټه نه بولي او ټینګار کوي، چې لنډمهالې اداره به په هېواد کې بحران رامنځته کړي.