د ولسمشر غني د حکم پر اساس سلام رحيمي د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی ټاکل شوی 

روهي (يوه نۍ/۹ د وږي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو حکم پر اساس د سولې په چارو کې د دولت وزير عبدالسلام رحيمي د ولسمشر د سولې ځانګړی استازی ټاکل  دی. 

سلام رحيمي د يادې دندې ترڅنګ، د مصالحې عالي شورا مرستيال هم ټاکل شوی دی. نوموړی به د ملي امنيت شورا او کابينې په ناستو کې د ګډون امتياز هم لري. 

عبدالسلام رحيمي له دې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني  د دفتر د رئيس په توګه دنده تر سره کړې وه.