عبدالله عبدالله يې رئيس دی؛ ولسمشرغني د مصالحې عالي شورا اووه مرستيالان چې څلور په کې پښتانه دي معرفي کړل 

روهي (يوه نۍ/۹ د وږي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د يو فرمان پر اساس د مصالحې عالي شورا جوړښت وټاکلو. عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا رئيس او اووه مرستيالان لري. 

 د عنایت الله بابر فرهمند او اسدالله سعادتي ور اېخوا  چې د عبدالله عبدالله ټاکنيز مرستيالان وو؛  عبدالسلام رحیمي، زهره مطهری احمدزی، عطاالرحمان سلیم، حاجي دین محمد او اکرام خپلواک د مصالحې عالي شورا مرستيالان ټاکل شوي دي. 

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عبدالرب الرسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، صلاح الدین رباني، عطا محمد نور، اسماعیل خان، حامد ګیلانی، سید منصور نادري، عنایت الله شهراني، عطا محمد نور او يو شمېر نورې مطرحې سياسي څېرې د مصالحې عالي شورا غړي نومول شوي دي. 

د يادونې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ تېره روژه مياشت کې د واک د وېش د هوکړې په ترڅ کې د مصالحې عالي شورا رامنځ ته شوه.