
له هغه هياًت سره چي څو ورځې دمخه د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال فهيم په مشرۍ ايران ته تللی و، د هياًت د يوه مشر غړي له خولي ډېر د سپکاوي ډک چلند وسو. د روايت له مخي لومړی خو هوايي ډګر ته د هياًت د هرکلي لپاره د کار او ټولنيزو چارو وزير راغلی و، وروسته چې کله مارشال فهيم د ولسمشرۍ ماڼۍ ته تللی و، د ايران ولسمشر احمدي نژاد هغه يو ساعت منتظر کښېنولی و او بيا ورته راوتلی و. د کابل له شاروال سره هم د تهران د شاروالي مرستيال ليدلي و او د تهران شاروال يي له کتو ډډه کړي وه. سرچينه وايي ، چي احمدي نژاد په خپلو خبرو کي هم افغان هياً ت ته سپکاوی کړی و او په څرګنده يي ورته ويلي و چې تاسې د يوه اشغال سوي هېواد استازي ياست. تر دي مهمه يې دا چي ايران له ژمني سره سره بياهم د تېلوټانکرونه راخوشي نه کړل. خو سره له دغو ټولوخبرو بيا هم د شورای نظار ډلمشران د ايران چوپړ او غلامي کوي او د افغانستان ولسمشر بيا هم د ايران له سفير سره په ډير درناوي ګوري او دايران له مرستو او ملاتړ مننه کوي.