
له آزاده رسنیوڅخه د ملاتړاداره یا (نی) اود خبریالانوملی ټولنی په افغانستان پروړاندی موجوده تاوتریخوالی د اندیښنی وړوباله .
ددی بنسټونومسئولینود سه شنبی په ورځ په کابل کی په یوه ګډه خبری غونډه کی وویل چی د روان میلادی کال له پیل راهیسی تراوسه په افغانستان کی د دووبهرنیانوپه ګډون شپږخبریالان وژل شوی دی. د نی اداری مشرصدیق الله توحیدی وایی د تیرکال په پرتله د خبریالانوپه وړاندی د تاوتریخوالی پیښی پنځوس فیصده زیاتی شوی دی. ده وویل : ( په ۲۰۱۴ میلادی کال کی له ۶۰ څخه ډیری پیښی موثبت کړی دی اوکوم خبریالان چی په دی کال کی وژل شوی دی ۶ مواردوته رسیږی چی ۲ تنه یی بهرنی خبریالان هم پکی شامل دی. تیرکال دری مورده پیښي موږ ثبت کړی وی چی دی ته په کتوسږ کال پنځوس فیصده دغه پیښی ډیری شوی دی) په روان میلادی کال کی د (یونیلزهارنر) په نوم سویدنی خبریال په کابل کی اود (اندا) په نوم د(آی ، پی) خبریاله په خوست کی ووژل شوه. ددی کال په اوږدوکی د اسوشیبتډ پرس خبری آژانس خبریال سرداراحمد له خپلی میرمنی اودووماشومانوسره په کابل سرینا هوټل کی ووژل شول. د ژورنالیستانوملی اتحادیه اود نی چارواکوهمدا رنګه د پژواک خبراژانس خبریال عزیزالله همدرد ټپی کیدل هم وغندل. همدرد څوشپی مخکی د کابل ښارد پنځلسمی حوزی اړوند په خواجه بغرا سیمه کی خپل کورته څیرمه د دوونا پیژانده وسله والوله خوا ټپی شو.
همدا رنگه د پژواک خبري آژنس پر رسنۍ باندی حمله کول اوهکذا په جلال آباد کی د دوهفته نامه ( آیینه روز) په دفتراونوروعلمی دفترونوبرید کول دا یی غټ جنایت بللی اوحمله ورکسان باید په جنګی مجرمینوکی محاسبه شی.
د ژورنالیستانو د ملی اتحادیی اجرایوی رئیس فهیم دشتی بیا دا ډول پیښی د اندیښنی وړوبللی. نوموړی وویل د انتخاباتوپه بهیرکی دا ډول پیښي اکثره د د هغوکسانوله خوا کیږی چی غواړی د بیان د آزادی مخه ونیسی.
ده وویل : ( دا پیښومونږسخت اندیښمن کړی یود انتخاباتوپه راتګ اود بهرنیو ځواکونوپه وتلوسره کوم کسان چی د بیان آزادی مخالف دی په خلاص مټ عمل کوی) دوی وایی چی د خبریالانو وژل کیدل ترډیره د دولت د مخالیفونو اونا معلومو وسله والوله خوا ترسره کیږی خوپه نوروپیښوکی ددولت منسوبین لاس لری. له آزادو رسنیوڅخه د ملاتړاداره وایی په تیروڅوکلونوکی افغان خبریالان له بیلا بیلوستونزواوګواښونوسره مخ دی خودولت ددوی د ستونزو لپاره لازم اقدامات نه دی کړی خوافغان حکومت تل ټینګارکوی چی په افغانستان کی د رسنیواوبیان آزادی له مهمولاس ته راوړنوڅخه ده اود خوندی ساتلولپاره به یی خپلوهڅوته دوام ورکړی.
په دی حالت کی افغانستان د خبرنګاری لپاره یوخطرناکه اومرګباره هیوادوپه جمله کی راغلی اوهمدا رنګه بین المللی سازمانونه افغانستان یی د خبریالانوپه وړاندی د (جهنم) تعریف ورکړی دی.