د حکومت خبرداری: ترڅو چې ۲۴ کمانډو ځواکونه نه وي خوشي شوي بين الافغاني خبرې نه پيلوو 

روهي (نۍ/۸ د وږي)، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په لړ کې ولسمشرۍ ماڼۍ طالبانو ته خبرداری ورکړی دی چې ترڅو دوی سره بندي ۲۴ افغان کمانډو ځواکونه او پېلوټان نه وي خوشي شوي، خبرې نه پيلوي. 

د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مینه پال په دې اړه رسنيو ته ويلي دي چې افغان حکومت د سولې لپاره خپل ښه نيت څرګند کړی او له ۵۰۰۰ زيات طالب بنديان يې ازاد کړي دي، خو طالبانو تر اوسه خپلې ژمنې نه دي پوره کړې. 

مينه پال زياته کړې، "طالبانو ويلي وو چې د افغان حکومت زر بنديان به خوشي کوي، خو تر اوسه يې يوازې اته سوه کسان ازاد کړي دي. اصلي خبره دا ده چې طالبانو د څه ژمنه کړې بايد پلې يې کړي." 

طالبان حکومت او حکومت طالبانو پړه يادوي او په همدې اساس تر اوسه د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې چې له وړاندې يې تمه کېدله نه دې پيل شوې.