د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله وال طالبان باید د خپلو پاتې ۳۲۰ بندیانو خلاصولو لپاره د افغان حکومت کمانډو سرتیري ازاد کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل شنبې په ورځ (وږې۸مه) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د افغان حکومت په پلان کې هیڅ تغیر نه دی راغلی.
ښاغلي فیصل زیاته کړط:
"په پلان کې هیڅ تغیر نه دی راغلی،طالبان باید زموږ کمانډویان ازاد کړي، مخکې له دې چې افغان حکومت د طالبانو ۳۲۰ بندیان ازاد کړي،دا اوس په طالبانو پوري اړه لري چې اقدام وکړي چې ترڅو د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او د تمې نتیجه تر لاسه شي."
وروستي