ولسمشر کرزي تنظيمي مشرانو ته د سناتورانو سهميي وويشلي

ارګ ته نږدې سرچينې وايي، چي ولسمشر کرزي د تنظيمي مشرانو غونډه د دي لپاره راغوښتي وه چې مشرانو جرګي ته د نويو انتصاب کېدونکو سناتورانو سهميې ورته وويشي. ټاکل سوې ، چي د نوي ولسي جرګي له پرانيستل کيدو سره د مشرانو جرګي نوي انتصابي غړي هم معرفي سي. دغو څوکيو ته د ولسي جرګي د څوکيو په څير ډيرو خلکو پهلواني شروع کړې وه او د نوماندانو شمير 1800 کسانو ته رسېدلی وو. د سناتورانو د ليست جوړولو واک د چارو د اداري له مشر صادق مدبر سره اود ټاکنو واک يي د افغانستان د نورو مهمو پريکړو په څير له تنظيمي مشرانو او قومندانو سره دی.