محرم د مياشتې فضيلت 

د محرم مياشت ستر فضيلت لري، تر دې چې ځينې سلفو د حرمت لرونکو مياشتو له جملې غوره مياشت حساب کړي ده.

حافظ ابن رجب ـ رحمه الله ـ وايي:" يقينا پدې کې د علماوو  اختلاف دي چې د حرمت لرونکو مياشتو څخه کومه يوه غوره ده؟!

حسن بصري او نورو ويلي دي: غوره يې د محرم مياشت ده، يوې ډلې متأخرينو علماوو هم دا راجح کړى ده، وهب بن جرير د قرة بن خالد نه او هغه د حسن بصري نه روايت کړي ويلي يې دي: يقينا الله تعالى د محرم په مياشت کال پيل کړي او ختم کړي دي، په کال کې د رمضان له مياشتې وروسته د الله تعالى په وړاندې غوره مياشت د محرم ده، او د ﺯيات حرمت له امله به د الله تعالى کڼه مياشت نوميدله.

نسائي د أبي ذر رضي الله عنه حديث نقل کړى  هغه فرمايي: ما د نبي صلى الله عليه وسلم نه وپوښتل: د شپې په کومه برخه کې خير دى او کومه مياشت غوره ده ؟ هغه وفرمايل: «خير الليلِ جوفُهُ، وأفضلُ الأشهرِ شهرُ الله الذي تدعونهُ المحرَّم».

د شپې خير په مينځ کې دى او غوره مياشت د الله تعالى مياشت ده چې تاسې ورته محرم وايي.
پدې حديث کې د نبي صلى الله عليه وسلم له لورې په مطلق ډول د غوره مياشت يادونه  د رمضان نه  په وروسته مياشتو حمل ده.