عاشوراء ورځې د روژې نيولو فضيلت 

لومړى: د تېر کال ګناهونه بښي:
په صحيح مسلم كې له قتادة الأنصاري -رضى الله- عنه نه روايت دى وايي: يقينا رسول الله صلى الله عليه وسلم نه عرفې ورځې روژې د ثواب په هکله پوښتنه وشوه هغه وفرمايل: «يكفر السنة الماضية والباقية».
ژباړه: د تېر او راتلونکي کال ګناهونه بښي.
او عاشوراء ورځې د روژى نيولو د ثواب په اړه ترې وپوښتل شو: هغه وفرمايل:«يُكفر السنة الماضية».

 د تېرشوي کال ګناهونه بښي.  مسلم (1976).
 نبي صلى الله عليه وسلم د وينا نه چې ( د تېرشوى کال ګناهونه بښى) څه مراد دى؟!

إمام نووي ـ رحمه الله ـ په مجموع (6/431) کې حديثونه ﺫکر کړي دي چې دا معنى ترې معلومېږي، يو د هغې نه حديث د عثمان رضي الله عنه دى, وايي: ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوريدلي چې ويل يې: «ما من امرئ مسلم تحضره صلاة مكتوبة فيحسن وضوءها وخشوعها وركوعها إلا كانت له كفارة لما قبلها من الذنوب ما لم تؤت كبيرة وذلك الدهر كله».

ژباړه داسې څوک مسلمان سړى نشته چې فرضي لمانځه ته حاضر شي، اودس، خشوع او رکوع يې سم وکړي، مګر داچې دا به يې د مخکنيو ګناهونه لپاره کفاره شي ترڅو چې يې کبيره ګناه نوې کړي،  دا به ټوله ﺯمانه وي.

د أبي هريرة رضي الله عنه نه روايت دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: «الصلوات الـخمس والـجمعة إلى الـجمعة كفارة لـما بينهن ما لـم تُغش الكبائر».

ژباړه: پنځه لمونځونه او يوه جمعه تر بلې جمعې پورې په مينځ کې د شوي ګناهونو لپاره کفاره وي ترڅو چې يې کبيره ګناهونه نوې کړي.

إمام نووي رحمه الله وايي: سمه او  غوره خبره دا ده چې ټول وړاه ګناهونه بښي او تقدير يې دى (پرته له کبيره ګناهونو ټول ګناهونه بښى).

 قاضي عياض ـ رحمه الله-  وايى:” په حديث کې د لويو ګناهونو پرته د وړو ګناهونو د بښنې  يادونه د اهل سنت والجماعت مذهب دى، يقينا لوى ګناهونه په توبه او د الله تعالى په رحم بښل کېږي».

دويم:رسول صلى الله عليه وسلم به يې په نورو ورځو د غوروالي غوښتنه کوله:
د ابن عباس -رضى الله عنهما- نه روايت دى وايي :”ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ندى ليدلى چې عاشوراء ورځې د روژې په څېر يې د بلې يوې ورځې روژه نيولي وي او په نورو ورځو يې هغې د فضيلت غوښتنه  کړى وي، او هم دا شان د رمضان مياشت”. بخارى (1867).

دريم: د موسى عليه السلام اقتدا کول، د الله تعالى شکر اداء کول چې مٶمنانو ته يې نجات ورکړ او کافران يې هلاک کړل.
د ابن عباس -رضى الله عنهما- نه روايت دى: کله چې رسول صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغلى يهود يې وليدل چې عاشوراء د ورځې روژه يې نيوله رسول صلى الله ترې وپوښتل : «د څه لامله ددې ورځ روژه نيسئ؟ »هغوى په ځواب کې وويل: دا نيکه ورځ ده،  الله تعالى پدې  ورځ بنى إسرائيلو ته له دښمنه نجات ورکړ، موسى عليه السلام ددغې ورځ روژه نيوله، رسول صلى عليه وسلم وفرمايل:« ﺯه له تاسې څخه د موسى عليه السلام په پیروی  ډېر حقدار يم »،رسول صلى الله عليه وسلم د دغې ورځې روژه ونيوله او نورو ته يې هم د نيولو امر وکړ.

څلورم: د عاشوراء په ورځ به د صحابوو رضي الله عنهم  ماشومانو هم روژه نيوله:
په صحيحينو کې د ربيع بنت معوذ بن عفراء رضي الله عنها نه روايت، فرمايلي يې دي: رسول الله صلى الله عليه وسلم د عاشوراء په سحر  د مدينې چاپيره د انصارو کليو ته ولېږلو  «من كان أصبح صائمًا فليتم صومه، ومن كان أصبح مفطرًا فليتم بقية يومه»

چاچې په روژه سحر کړي وي نو خپله روژه دې پوره کړي، او چاچې د روژې پرته سحر کړي وي نو پاتې ورځ دې روژه ونيسي.

مونږ او ﺯمونږ ماشومانو  به لدې وروسته د عاشوراء روژه نيوله، جومات ته به تللو، دماشومانو لپاره به مو له وړيو لوبې جوړي کړي، کله چې به کوم يو ډوډۍ پسې ژړل، هغه به مو ورکړي تر څو چې د روژه ماتي په وخت روژه ماته کړي.