عبدالله عبدالله: شونتيا شته چې د يوې اوونۍ دننه د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي 

روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، د ملي پخلاينې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې تمه لري او شونتيا شته چې د يوې اوونۍ دننه به د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې - اترې پيل شي. عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن ورځ د سولې او جنګ انسټېټيوټ په ناسته کې کړې دي. 

ټاکل شوې ده چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې اترې به دوحه کې تر سره شي. دغه خبرو کې د طالبانو او افغان حکومت مرکچي پلاوي سره مخامخ کېني. 

افغان حکومت ويلي دي چې د سولې په لومړينو خبرو کې د دوی ټېنګار په تل پاتې او دايمي اوربند وي. د جمهوريت ساتل او ورته نور مسايل هغه څه دي چې افغان حکومت پرې ټېنګار کوي. 

د يادونې ده چې نن ورځ طالبانو هم د بين الافغاني خبرو لپاره خپل ۲۱ کسيز پلاوی اعلان کړ، چې شېر محمد عباس ستانکزی يې مشري کوي.