ولسمشر غني د ملي دسترخوان سند لاسليک کړ 

روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دسترخوان پروګرام د مالي سند د لاسلیک په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. نوموړي هیله ده په پروان او نورو ولایتونو کې چټک حرکت مو لیدلی وي او دا د دې ښکارندوی دی چې ایجاد شوی ظرفیت او شته امکانات د هیوادوالو په خدمت کې دي.

ولسمشر د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي، "دسترخوان زموږ په فرهنګ کې ښکلې کلیمه ده چې له اورېدلو سره یې تجمع، ګډه ناسته او د خدای تعالی دربار ته دعا زموږ ذهن ته راځي. له لومړي مرستیال امرالله صالح څخه مننه چې ملي کلیمه یې ورسره یوځای کړه. هغه زیاته کړه، ملي دسترخوان یانې هغه مساوات چې اساسي قانون هر افغان ته ټاکلی او موږ یې پلی کوو."

ولسمشر زياته کړې، "د ملي دسترخوان پروګرام له لارې ۴،۵ میلیون کورنیو ته رسیدګي زموږ په تاریخ کې بېساری اقدام دی او هرې کورنۍ ته یې مبارکي وایم. دا ملي پروګرام په لومړي پړاوو کې په ۱۲۳ او په دویم پړاوو کې په ۲۳۵ ولسوالیو، ۱۴ښارونو او د ۱۹ ولایتونو مرکزونوکې تطبیقېږي چې کابل ښار هم په کې شامل دی."

محمد اشرف غني محمداشرف غني ويلي، له نړیوال بانک چې د افغانستان د ملت او دولت دوامدار شریک دی مننه او ډاډ ورکوم چې د دې برنامې مدیریت د دولت د رهبرۍ په کچه دی. هغه زیاته کړه، موږ ټول د خلکو خادمان یوو او اداري شیوې باید بدلې کړو. لوی باور دادی چې مالي منابع له کاغذپرانۍ پرته په شفافه توګه د ولس په اختیار کې ورکول کېږي.

ولسمشر غني  په ټینګار وویل، هرڅوک باید دې ملي دسترخوان کې رول ادا کړي او له خصوصي سکتورڅخه مننه چې په کرونایي وضعیت او د پروان سېلاب ځپلو او نورو پېښو کې تل له ولس سره ودرېدلي ، د بیو کنټرول، د موادو کیفیت او رسولو کې یې مرسته کړې.