طالبانو ته د سرور دانش خبرداری: که چېرې هزاره مېشتو سيمو ته دننه شی نو بيا به بهر کېدل درته سخت وي 

روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش طالبان ته خبرداری ورکړی دی، چې د افغانستان مرکزي او هزاره مېشته سيمو کې له جګړې او بريدونو ډډه وکړي. 

سرور دانش تېره ورځ کابل پوهنتون کې د عاشورا ورځې په پار نېول شوي مراسمو کې وينا کې ويلي دي، چې که چېرې يو ځل هزاره مېشتو سيمو ته دننه شي نو بیا به بهر کېدل درته سخت وي. 

سرور دانش ويلي دي چې د افغانستان هزاره توکم هېڅکله د جګړې پلاوی نه دی خو که چېرې يې په خاورې تېری وشي نو بيا د یر په بیه مبارزه او مقامت کوي. 

سرور دانش د خپلو خبرو په يوې بلې برخې ويلي دی چې طالبان د افغاني ټولنې يو واقعيت دی خو دوی بايد د افغانستان د اسلامي جمهوريت چتر لاندې د سیاسي واک شريک شي.