طالبانو بين الافغاني خبرو لپاره ۲۱ کسيز پلاوی اعلان کړ؛ د طالب پلاوي غړي څوګ دي؟  

روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يو شمېر لوړپوړي حکومتي  کسان او اوس مهال کې د طالبانو تحريک ځيني غړي، افغان حکومت سره د سولې خبرو په پار د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي ټاکل شوي دي. 

د طالبانو مرکچي پلاوی ۲۱ کسيز دی او لاندې کسان په کې شامل دي: 
مولوي محمد شېرمحمد عباس ستانکزی
شیخ عبدالحکیم
مولوي عبدالکبیر
مولوي نور محمد ثاقب
ملا محمذ ذاهد احمدزی
ملا شیرین اخوند
ملا عبدالطیف منصور
قاري دین محمد
ملا عبدالسلام حنفي
ملا عبدالمنان عمری
شیخ محمد قاسم ترکمن
ملا محمد فاضل مظلوم
ملا نورالله نوري
ملا عبدالحق وثیق
مولوي مطیع الحق خالص
محمد سهیل شاهین
ملا محمد نبي عمري
انس حقاني
خیرالله خیرخوا
مولوي شهاب الدین
او ملا فرید. 

طالبانو خپل مرکچي پلاوي په داسې وخت کې اعلان کړی دی چې د حکومت له خوا د ۴۰۰ جنجالي طالب بندیانو له ډلې يې تر اوسه ۳۲۰ تنه نه دي خوشي کړي، او د شنونکو په اند چې د پاتې ۳۲۰ طالب بنديانو نه خوشي کېدل به د سولې بين الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.