د حامد کرزي د حکومت پر مهال پخواني لومړي مرستيال احمد ضيا مسعود د کورنيو چارو وزارت د عامه نظام د پخواني رئيس جنرال زمري پيکان نېونه يو سياسي مساله بللې ده. احمد ضيا مسعود پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلې دي، چې پنجشير ولايت کې د فوټبال فدراسيون د پخواني مشر کرام الدين کريم د نېونې عمليات او د زمري پيکان نېونه په داسې وخت کې کيږي چې کابل ښار د طالبانو په محاصره کې دی او دغه کارونه د حکومت دننه د پنځم ستون له خوا تر سره کيږي.
احمد ضيا مسعود ادعا کړې ده چې د محمد اشرف غني او جنرال زمري پيکان ترمنځ ستونزه د ۲۰۱۴ کال راهېسې ده. هغه وخت چې په ۲۰۱۴ کال کې محمد اشرف غني نوی واک ته رسېدلی وو او نورالحق علومي د کورنيو چارو وزير وو، ولسمشر غني له نورالحق علومي غوښتي وو چې د زمري پيکان مساله يو خوا کړي. نور الحق علومي هغه مهال د زمري بيکان کارونه ستايل او ورڅخه يې دفاع کوله.
احمد ضيا مسعود لېکلي دي چې د طالبانو پر وړاندې جګړه او مبارزه کې جنرال زمری پيکان شهرت ته رسېدلی وو چې دغه چارې يې محمد اشرف غني ته د خوښې نه وې. احمد ضيا مسعود وايي چې د پنځه زره طالب بنديانو خوشي کول او يو شمېر نور امتيازونه هغه څه دي چې محمد اشرف غني طالبانو ته وړانديز کړي دي ترڅو د پنځوس - پنځوس سلنه برخې پر بنسټ طالبانو سره يو ګد حکومت جوړ کړي، خو طالبانو د ګډ حکومت وړانديز رد کړی دی.
د احمدضيا مسعود د ادعا پر اساس د زمري پيکان نېونه هم طالبانو ته د امتياز د ورکړې پر اساس د حکومت له خوا تر سره کيږي. د زمري پيکان نېونه د اداري فساد مخېنه نه بلکې سياسي کړه وړه لري.
احمد ضيا مسعود نېوکه او ادعا کړې ده، چې په داسې حال کې چې د ولسمشر نېږدې کسان به فساد کې تورن دي خو بيا هم يوازې د زمري پيکان نېونه دا ښيي، چې تعبيض شتون لري او د قانون وراېخوا چارې تر سره کيږي.
د يادونې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې احمد ضيا مسعود د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکل شو، خو په کار کې د سستۍ او ناغړۍ له امله څه وخت وروسته له دندې لېرې شو چې په همدې سره احمد ضيا مسعود د ولسمشر محمد اشرف غني پر وړاندې مخالفت پيل کړ.
وروستي