هيلې ورته څومره دي؛ عبدالله او مېلر د سولې په مسايلو خبرې کړې

روهي (څلورنۍ/۵ د وږي)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د امريکايي او بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره لېده - کاته کړې دي. 

د دغه لېدنې په اړه ډېر مالومات نه دي شريک شوي؛ خو عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پانې لېکلي دي، "پدې لیدنه کې د افغان سولې په وروستیو بدلونونو، د بندیانو په تبادلې او د بین الافغاني مذاکراتو په پیل بحث او د نظرونو تبادله وشوه."

ټاکل شوې وه چې لومړۍ په تېر مارچ او بيا په روانې اګسټ مياشت کې د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې پيل شي، خو د تاوتريخوالي د ډېروالي او د بنديانو د تبديلې بهير د ځنډېدو له امله دغه بهير هم ځنډېدلی دی. 

د ولس تمه دا وه چې د سولې مشورتي لويې جرګې له پای ته رسېدو څو ورځې وروسته به د سولې بين الافغاني خبرې پيل شي، خو تر اوسه افغانستان کې جګړه توده او د سولې خبرو لپاره هيلې مړاوې شوې دي.