ولسمشر غني د عبدالرب رسول سياف لېدو ته ورغلی 

روهي (څلورنۍ/۵ د وږي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف لېدو ته ورغلی دی. 

د يادنې په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د فضیلتماب استاد عبدرب الرسول سیاف پوښتنې ته د هغه کور ته ورغی.

جمهوررئیس د استاد سیاف د پوښتنې ترڅنګ ، له هغه سره د هیواد د روان وضعیت او په ځانګړي ډول د سولې پروسې په اړه مفصل بحث اوخبرې وکړې."

عبدالرب رسول سياف له څه وخت راهيسې ناروغ دی او د سولې مشورتي لويې جرګې په وروستۍ ناسته کې يې هم ګډون ونه کړ.