يو شمېر سياسي څېرو پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ګېلې او اندېښنې شريکې کړې 

روهي (څلورنۍ/۵ د وږي)، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د سه شنبې په ورځ له یو شمېر هغو سیاسي، مطبوعاتي او صاحب نظره شخصیتونو سره وکتل چې په دې وروستیو کې د یو مرموز لیک په واسطه په مرګ ګواښل شوي دي.

په دغه کتنه کې یادو شخصیتونو چې اکثریت یې د سولې په هڅو کې فعاله ونډه لري په هېواد کې د اختناق د حاکمېدو، د بیان او نظر د آزادۍ د محدودېدو او د سوله غوښتونکو جیدو دیني عالمانو، سیاسي فعالانو او د نظر خاوندانو د هدفمندو ترورونو په هکله له پخواني جمهور رئیس سره خپلې اندېښنې شریکې کړې او ويې ویل چې دغه اندېښنې یې د یو لیک په ترڅ کې له جمهور رئیس ښاغلی ډاکټر اشرف غنی سره هم شریکې کړې دي.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان د اساسي قانون پر بنا د وګړو سیاسي – ټولنیز فعالیتونه او د بیان او نظر آزادي د دوی حق او ساتنه یې د دولت وظیفه وبلله زیاته یې کړه: ”د یو افغان وګړي په توګه د افغانانو د سیاسي او اجتماعی حقونو څخه دفاع خپله دنده بولم او هیله ده چې د بیان آزادي او د سیاسي فعالیت حق چې د تېرو دوو لسیزو له سترو لاس ته راوړنو څخه دي په کامله توګه او په پوره امانت وساتل شي او ترې حفاظت وشي.“

حامد کرزي همداراز ډاډ ورکړ چې د یادو شخصیتونو له غوښتنې سره سم به د دوی اندېښنې له حکومتي مسولینو سره شریکې کړي تر څو د بې باورۍ او عدم مصوونیت رامنځ ته شوې فضا له منځه ولاړه شي.