د ولسمشر غني په مشرۍ ملي امنيت شورا غونډه وکړه 

روهي (درې نۍ/۴ د وږي)، د ملي امنیت شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه.

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "په دې غونډه کې لومړی د هیواد په عمومي امنیتي وضعیت بحث وشو او د امنیتي وضعیت د ښه والي او د دښمن د ګواښونو د دفع کولو لپاره امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لازمې لارښوونې وشوې.

وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپاره شوي سند بحث وشو.

په دې غونډه کې څرګنده شوه چې د دې سند مطابق پاکستان ژمنه کړې چې طالبانو ته په منسوبو افرادو او ډلو به د سفرونو محدودیتونه، د وسلو تحریم او د مالي سرچینو د وچولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونه عملي کوي.

غونډې څرګنده کړه، د افغانستان دولت او خلک چې د دایمي سولې تامین او د تروریزم د تمویل او تجهیز سرچینو وچولو ته ژمن دي، بشپړ باور لري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مصوبې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د هڅو په پایله کې جوړې شوې سیمه ییزې او بین المللي اجماع، عادلانه او تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړې.

توقع کېږي چې د پاکستان لوری هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو د تطبیق په برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې په دې اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دریځ به د بهرنیو چارو وزارت له لوري د اعلامیې په خپرولو سره څرګند شي."