د فراري جنرال زمري پيکان په اړه ولسمشر ته د عطا مشوره؛ پيکان په ضمانت خوشی کړئ

روهي (درې نۍ/۴ د وږي)، د بلخ پخواني عطا محمد نور له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي دي چې د کورنيو چارو وزارت د عامه نظم پخوانی جنرال زمري پيکان په ضمانت خوشی کړئ. 

عطا محمد پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې زمري پيکان  د افغان پوځ جنرال وو او يو وخت کې له هېواد څخه د دفاع په برخه کې ستړې ګاللې دي. 

د بلخ پخواني د لېکنې په لومړۍ برخه کې د اکرام الدين اکرام د نېونې عمليات چې تېره ورځ پنجشېر ولايت کې شوي وو، غاندلی او ويلي دي چې په دې اړه ولسمشر ته ناسمه مشوره ورکړل شوې وه.