اجنډا

لکه څرنګه، چې تاسې په جريان کې ياست په ګران هېواد کې د روانو تراژيديو، ناخوالو او تاوتريخوالي د له منځه وړلو او د دايمي سولې او ثبات لپاره د زمينې برابرولو په موخه تېرو وختونو کې هم هلې ځلې شوي ولې پدې وروستیو کې د طالبانو او امريکايانو مذاکرات په دوحه کې بېلا بېل پړاوونه بلاخېره يو توافق ته ورسیدل او له توافق وروسته مسايل او موضوعات ما پخپله ليکنه کې، چې د (مذاکراتو پړاوونه او تر شاه يې هدفونه) تر عنوان لاندې په تفصيل سره پرې بحث شوی راځم په لويه کې د مذاکراتو يو پړاو بشپړ شو دا دی دويم پړاو ته په داخليدو يو.

اساسي پوښتنې دادي، چې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د مذاکراتو د يو لوري او د بل لوري اجنډاوې چې دوی پايلې ته پرې ورسيدل واضح شوې. آيا طالب هغه وخت پدې فکر ؤ چې ما د امريکا سره موضوع يو طرفه کړه لکه چې ميدان يې ګټلی دی؟

د طالبانو سره د امريکايانو مذاکرات د امريکايانو خپلې موخې وې که هغه توافقنامه ولولئ او تحليل يې کړئ ارزونه کولای شئ همزمان په دوحه کې زلمی خليلزاد او د طالبانو سره هوکړه لاسليک کوي او په کابل کې د ناټو او امريکا دفاع وزير د افغانستان دولت سره ګډه اعلاميه!

دا هغه څه دي چې د تعمق وړ دي دا چې د افغان دولت او طالبان افغاني مذاکراتو ته تيارۍ نيسي لومړنۍ اجنډاوې به څه وي؟

د افغانستان دولت له لوري چې د سولې مشورتي لومړۍ او دويمې لويو جرګو په ټينګار سره تاکيد کړی سوله او اوربند ( ډزبند) د عام ولس او دولت غوښتنه هم ده طالبانو اجنډا چې معلومات د رسنيو له لوري تر لاسه شوي سرکار له واکه ګوښه کيدل د نظام په نوعه بحث.

ولس لومړی اوربند ( ډزبند) غواړي سوله غواړي او د ننني افغانستان نسل جمهوريت او د دوو لسيزو لاسته راوړنې د دواړو خواؤ اجنډاوې سره لرې دي تر ټولو ډېر خطر چې له بدمرغه د نورو قسم خوړلو دښمنانو غوښتنه هم ده موقته دوره راشي  او  اساسي قانون له  پامه وغورځول شي چې ملت هم ندی تيار د تېرو ترخو ناوړه تجربو تکرار ته  او اجازه هم نه ورکوي.

ولس اوربند غواړي وايي چې کله مدعی او مدعی عليه سره مخامخ شي په اصل موضوع او خپل حق او  حد باندې هر لوری ډېر ښه پوهيږي ددې په پار چې هر ښکېل لوری ډېره ګټه وکړي بېلا بېلې دعوې او چنې وهي (bargaining) کوي.

افغانستان د تېرو څلور نيمو لسيزو راهيسې سولې او ثبات ته انتظار دی خورا قربانۍ يې ورکړي ډېر کړاوونه او پړاوونه يې ګاللي او ګالي يې نو ښکېلو خواوو ته پکار ده، چې راساً د اجنډا عمق ته لاړ شي اطراف يې پرېږدي اوربند په ټولنه او نظام کې د ادغام مسله وڅيړل شي طالبانو ته سياسي، مدني حقونه ورکړل شي په تدريج سره د اساسي قانون په موادو کې د‌تعديل بحث وشي که نړيوالو او ګاونډيانو تازه لومې ايښي که فرصت ؤ پدې تازه لومو به بحث ولرو په هېوادوالو غږ کوم چې نور نو بس ده ملي يووالی، ملي استحکام ملي اجنډا مو له تيارو څخه رڼائي ته ايستلی شي او اوږدو روانو تراژيديو بدبختيو بد امنيو ته د پای ټکی ايښودلی شي.