پاسوال جمعه ګل همت د کابل نوی امنیه قومندان ټاکل شوی دی.

روهي (دوه نۍ/۳ د وږي)، پاسوال جمعه ګل همت د کابل پخواني امنیه قومندان امان الله واحدي پرځای ټاکل شوی.

دا خبر د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپل ټوېټر پاڼه خپور کړی.

د کورنیو چارو وزارت تائید کړې وه چې امان الله واحدي په کابل کې د وروستیو نا امنیو په تېره بیا د خپلواکۍ د بیا ګټلو په ورځ د راکټونو د لګېدو په خاطر له دندې لرې شو.

پاسوال جمعه ګل همت تر دې مخکې د سرحدي ځواکونو عمومي قومندان، د کونړ او هلمند امنیه قومندان پاتې شوی دی.