ډ ټرمپ خور: ورور مي (ولسمشر ټرمپ) ظالم او دروغجن انسان دی 

روهي (دوه نۍ/۳ د وږي)، د ولسمشر ټرمپ خور ماریانې ټرمپ هغه غږ رسنيز شوی دی چې خپل ورور يې په کې يو ظالم او دروغجن کس بللی دی. د ټرمپ دغه خور له ده مشره ده. 

د ولسمشر ټرمپ د خور دغه غږ د هغې خورځې (مري ټرمپ) ثبت کړې دي. مري ټرمپ څه وخت وړاندې پر ټرمپ د نيوکو يو ډک کتاب خپور کړ او د هغې د خور (ماريانې ټرمپ) خبرې يې هم په کې راخېستې وې. 

په ثبت شوې خبرو کې ماريانې ټرمپ ويلي دي چې ولسمشر ټرمپ يوازې د خپلو پلاويانو او نېږدې کسان د خوښ ساتلو په فکر کې دی؛ نوموړی ظالم دی او د ګډوالۍ پالېسۍ له امله يې ماشومان په زندانانو کې ساتل کيږي. 

سپينې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ له خولې دغه ثبت خبرو ته غبرګون ښوودلی او ويلي دي، "هره ورځ يوه نوې مساله وي، څوګ يې په کېسه کې دي!"