د کابل امنيه قومندان جنرال امان‌الله واحدي له دندې ګوښه شو 

روهي (يوه نۍ/۲ د وږي)، کورنيو چارو وزارت رسنيو ته ويلي  دي چې پلازمةېنه کابل کې د وروستيو ناامنيو وروسته، امنيه قوماندان جنرال امان‌الله واحدي له ندې ګوښه شوی دی. 

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق آرين په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "طالبان او ترورېستان جنایتکاره عمل کوي او یوه رواني څپه‌یې روانه کړې ده. پخوا به‌یې موټر بم چاودنې کولې او اوس خبره نښلېدونکو بمونو ته لاړه او دوی په دې جنایتکاره کړنو غواړي روحي او رواني فشار جوړ کړي. موږ د تهدیدونو پر وړاندې منظم پلانونه لرو، نوي پروګرامونه او اقدامات په پام کې لرو."

له دې وړاندې کورنيو چارو وزارت د کابل ښار ۱۷مې او ۱۶مې امنيتي حوزو امرين او ۱۶ منسوبين هم له دندو ګوښه کړي وو.