ملي امنيت  د عامه نظم مخکېنی قوماندان زمری پيکان ونېولو 

روهي (يوه نۍ/۲ د وږي)، کورنيو چارو وزارت رسنيو ته منلې ده چې د ملي امنيت رياست  ځانګړو ځواکونو له خوا نن سهار کابل ښار کې،   د عامه نظم مخکېنی قوماندان زمری پيکان  نېولی شوی دی. د نوموړي د نېونې هڅې له وړاندې روانې وې. 
ولسمشر غني کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې وه چې زمری پيکان ونېسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري. 

په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډیو ته ويلي چې د افغانستان د امن او عامه نظم مخکېنی قوماندان زمری پيکان د افغانستان د ملي امنیت له‌خوا ونيول شو.

کورنيو چارو وزارت او د هېواد نورې کشفي او استخباراتي ادارې د زمري پيکان په نېول پسې سر وې. نوموړي د فساد ترڅنګ په دنده کې د نغاړۍ او ناوړه ګټې اخېستنې دوسې لري. نوموړی په ۱۳۹۶ کال کې په ۶ کاله تنفيذي بند محکوم شوی خو منډه يې کړې وه.