
روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ورځ د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو سره په ارګ کې وکتل.
په یاده کتنه کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او تجهیز او د افغانستان حکومت له برنامو څخه د ناټو سازمان د ملاتړ په ځانګړي ډول سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
سټیفانو پونتیکورو پیاوړی تعهد څرګند کړ او زیاته کړې یې ده، چې ناټو سازمان به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.