د عبدالله وياند: د مصالحې عالي شورا به شپږ مرستيالان ولري؛ يوه ښځه او پنځه نارينه دي 

روهي (نۍ/۱ د وږي)، د عبدالله عبدالله ويیاند فريدون خوځون رسنيو ته ويلي دي، چې په څو ورځو کې به د مصالحې عالي شورا مرستيالان او د نورو غړو نوملړ اعلان کړي. 

نوموړي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "د ملي مصالحې عالي شورا د مرستیالانو او رهبرۍ شورا د غړیو په اړه بحث پای ته رسېدلی، نوملړ چمتو شوی، په مرستیالانو کې یوه ښځه هم شامل ده، نن یا سبا به اعلان شي."

نوموړي دا هم ويلي دي چې د مصالحې عالي شورا غړي به د هېواد مشهورې څېرې او جهادي مشران په کې شامل وي. د مصالحې عالي مسوولين وايي چې په نېږدې څو ورځو کې به د شورا چارې بشپړې شي. 

خو په ملي مصالحې عالي شورا کې یوې باخبره سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې د دغې شورا په مرستیالانو کې له بابر فرهمند او اسدالله سعادتي سربېره، د عزیزالله دین محمد، عبدالسلام رحیمي، مولوي عطالله الرحمن سلیم او یوه ښځې نومونه هم شامل دي خو د ښځینه مرستیالې د نوم په اړه یې بې خبري وښو