د جګړې له مینه والو د سولې تمه!

په ورستیو کې په څو ولایتونو کې د حکومت او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی؛ چې ملکیان هم پکې وژل شوي دي. تمه وه چې دواړه لوري به د تېرې یکشنبې په ورځ بین الافغاني خبرې پیل کړي، خو له بده مرغه د خبرو پر ځای يې جګړه توده کړه او د سولې خبرې یې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې. په قطر کې طالب ویاند سهیل شاهین ویلي چې تر هغه وخته به، بین الافغاني خبرې نه پیلوي چې پاتې بنديان يې نه وي خوشې شوي. حکومت څه موده مخکې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو په اړه مشورتي لویه جرګه جوړه کړه او غړو يې ټينګار وکړ چې د سولې لپاره باید یاد بندیان خوشې شي. تر اوسه له دغه ډلې حکومت یوازې ۸۰ تنه ازاد کړي او ۳۲۰ نور يې لا هم بندیان دي. 

د سولې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړه سره سم ولسمشر اعلام وکړ چې د بین الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره به پاتې طالب بندیان ژر خوشې کړي. خو اوس پېښمانه دی او وايي چې که یاد بندیان ازاد شي امریکا او اروپا به نېشه يي مواد په سر واخلي او ستر جرمونه به ترسره کړي. که داسې وي نو د ۳۳۰ میلیونو افغانیو مصرف او د مشورتي لویې جرګې جوړول بیا د څه لپاره وو!؟ دغه راز په طالبانو هم تور پورې دی چې تر اوسه يې ځينې امنیتي ځواکونه نه دي خوشې کړي، چې دا مساله هم د سولې پر وړاندې خنډ او د پوښتنې وړ خبر ده!؟

له بدغه مرغه داسې ښکاري چې د سولې لپاره ریښتنې اراده نشته او د ګاونډیو په شمول یو شمېر بهرني هېوادونه هم نه غواړي چې په افغانستان کې تل پاتې سوله وشي او خپلې شومې موخې د جګړو له لارې پرمخ وړي؛ چې ښه بېلګه يې په ورستیو کې جګړې، هدفي وژنې او د خپلواکۍ په ورځ په کابل ښار راکټي بریدونه دي چې یو شمېر بېګناه هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان شول او پړه يې هم داعش ډلې منلې ده. پوښتنه دا ده چې یاده ډله له ماتې وروسته په کمه موده کې څرنګه ځواکمنه شوه او د څه او چا لپاره پر افغانانو خونړي بريدونه کوي!؟ 

څرګنده ده چې د سولې او جګړې پرېکړه د افغانانو په لاس کې نه ده او له یادو پروسو  یوازې بهرنیان ګټه وړي او د دوی په شمو موخو کې مظلوم ولس سوځي. که طالبان سوله وکړي داعش به د سیمیزو او نړيوالو استخباراتو د ګټو لپاره په افغانستان کې د جګړې لمن پراخه او اور به يې لا ګرم کړي. د امریکا اقتصاد هم نور د جګړو جوګه نه دی، ځکه ضعیف شوی او تر اوسه يې په افغانستان کې په جګړه څه باندې دوه ټریلیون ډالره لګولي او پوځ يې یوازې دلته په کال کې ۵۱ میلیارد ډالره لګښت لري. په همدې دلیل جګړې د خپل پوځ په وسیله مخکې نه شي وړلای او داسې چاته اړتیا لري چې په کمو پیسو جګړه د روسيې تر واک لاندې سیمو ته وغځوي. ځکه هغه سیمې ستر اقتصادي او سیاسي ارزښت لري. امریکا کلونه شپې او ورځې شمېرلې چې هلته ورسېږي. له جګړې پرته امریکا او استخباراتي کړیو ته ګرانه ده چې بقا ولري. په همدې دلیل د جګړې مینه وال دي او د سولې تمه له هغوی څخه بېځایه ده ځکه سوله افغانانو ته ارزښت لري او هر ډول پرمختګ پکې کولی شي خو هغوی بیا  د تاریخ په اوږدو کې ډېر څه د جګړو پر مټ په لاس راوړي دي. 

که سوله موږ ته ژوند ده هغوی ته په افغانستان کې د لومړي ځواکمن هېواد په توګه مرګ ده! او په سوله کې شته څه بایللی شي.

همدا جګړه ده چې په سختو ورځو کې يې د امريکا اقتصادي څرخ ته حرکت ورکړ؛ چې ښه بېلګه يې دوهمه نړيواله جګړه وه چې په ترڅ کې يې د نړۍ رهبري خپله کړه. که افغانان هر څومره خپل غږ اوچت کړي، سوله وغواړي، جرګې او مشورې وکړي، بیا هم څوک نشته چې په ريښتنې توګه يې ستونزې حل کړي. یوازې په احساساتو يې لوبې کېږي او د پرديو ګټو لپاره وژل کېږي.

 همدارنګه له افغان سولې په امریکا کې کمپاينې ګټه اخیستل کېږي. ځکه عام امریکایان هم په افغانستان کې له جګړې سره مخالف دي. له طالبانو سره سولې، امريکا ته ښه فرصت ورکړ؛ له یوې خوا به په ټاکنو کې عامه ذهنیت خپل کړي له بلې خوا به داسې ډله ځواکمنه کړي چې جګړه له افغانستانه په کمو امکاناتو منځنۍ اسیا ته ولېږدوي.

حللاره:
 یوه اساسي بدلون ته اړتیا ده چې د امریکا او سیمیزو استخباراتو لاس له افغانستانه لنډ کړي. دا هغه وخت امکان لري چې ولس د سولې د غوښتلو او تمې پر ځای هڅه وکړي او د افغانستان اوږدې غمیزې ته په مناسبې حللارې سره د تل لپاره د پای ټکی کېږدي.