ولس ورته منتظر دی؛ د عبدالله ډله وايي چې يوې - دوه ورځو کې د مصالحې عالي شورا غړي اعلانوي 

روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې څخه له درېيو مياشتو ډېر وخت تيريږي، خو تر اوسه دغه هوکړه بشپړه شوې نه ده. 

د سياسي هوکړې پر اساس عبدالله عبدالله ته د حکومت په کابينه کې ۵۰ سلنه ونډه او د سولې چارو د تنظيم لپاره د مصالحې عالي شورا په نوم د يو ارګان مسووليت وسپارل شو، خو تر اوسه دغه شورا جوړښت نه لري. 

د عبدالله عبدالله وياند فريدون خوځون رسنيو ته ويلي  دي چې بحثونه پای ته رسېدلي دي،  د يوې - دوه ورځو دننه به د مصالحې عالي شورا جوړښت اعلان کړي. 

پر عبدالله عبدالله نيوکه دا ده چې د مصالحې عالي شورا په چوکاټ کې يې د سولې چارو مديريت اخېستی دی، خو تر اوسه يې په مديرت بريالی شوی نه دی.