د مولانا فضل الرحمن ورور په فساد ککړ پېژندل شوی 

روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، د پاکستان حکومت د مشهور ديني عالم  او د پاکستان د علماء جمعيت ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ورور ضيا الرحمن په فساد تورن پېژندلی او پوښتنو ګروېګنو ته يې غوښتي. 

نوموړی له دندې په ناوړه ګټې اخېستنې، د دفتري څېزونو په غېر قانوني خرڅلاو او نور غير قانوني چارو تورن پېژندل شوی دی او د سپناوي په پار غوښتل شوی دی. 

د پاکستان حکومت ضيا الرحمن په دولتي دندو بند کړی دی او ويلي دي چې د يادو تورونو د ثبوت په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.