کېم یو جونګ؛ له کېم جونګ اون وروسته د شمالي کوریا دویمه ځواکمنه مشره

روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، د شمالي کوريا حکومت د دغه هېواد د مشر کېم جونګ اون خور   کېم یو جونګ ته ځيني نور واکونه او صلاحيتونه سپرلې دي.  کېم یو جونګ له خپل وروسته د شمالي کوريا دويمه باصلاحيته مشره ده. 

دا اداره د رپوټونو له مخې زیاتوي: "ښاغلی کېم لا هم مطلق واکمن دی، خو د خپل سټرېس یا فشار کمولو لپاره یې د مختلفو برخو پالیسۍ نورو ته سپارلې دي. "

کېم يو جونګ ۳۳ کلنه ده او د شمالي کوريا د رهبر کېم اون جونګ څخه څلور کاله وړه ده. نوموړې په ۱۹۸۷ زکال کې زېږدلې وه. 

د شمالي کوريا مشري اوس مهال د جونګ د کورنۍ او په افرادي ډول د ورور او خور؛ کېم جونګ اون او کېم يو جونګ په لاس کې ده.