د ملي پولیسو ښوونیز مرکز څخه ۴۰۰ پوليس فارغ شول

روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، د کابل د ملي پولیسو د ښوونیز مرکز د ظرفیت لوړونې له روزنیزې برنامې څخه نن ۳۸۵ تنه افسران او ساتنمنان چې ۱۶ تنه یې ښځینه تشکیلوي، فارغ شول.

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین لوی پاسوال محمد انور بريپال د دې برنامې فارغینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، ښوونه او روزنه د یوه نظامي منسوب په ژوند کې له ځانګړي ځایه برخمنه ده او د یوه پولیس منسوب وسله ده، د ښوونې په ډګر کې د یوه نظامي منډه ترړه د جګړې په ډګر کې د ده د ژغورنې لامل کېږي.

یاده غونډه د ملي پولیسو منسوبینو د ورزشي او رزمي نندارو په ترسره کولو سره پای ته ورسېده.