سرچينې: که د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بنديانو د بدلون بهير بشپړ شي؛ درېيو ورځو کې بين الافغاني خبرې پيليږي 

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د زمري)، د افغان حکومت دننه يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې د بين الافغاني خبرو پيل د حکومت او طالبانو ترمنځ تبادلې پوري اړوند شوی دی. 

د سرچينو د مالوماتو پر اساس چې که چېرې حکومت او طالبان د يو او بل د بنديانو په تبادلې سره هوکړې ته ورسيږي او تبديل شي، نو د درېيو ورځو دننه به د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي. 

سرچینې وايي چې د شپږو طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د استرالیا او فرانسې رسمي ملاحظات له یوې خوا او د طالبانو له بنده د ټولو دولتي سرتېرو پر خلاصون د افغان حکومت ټینګار له بلې خوا هغه خنډونه دي چې، د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو کره وخت یې له ابهام سره مخ کړی دی.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت هم د شپږو طالب بندیانو د خوشې کېدو پر څرنګوالي له استرالیا او فرانسې سره پر خبرو بوخت دی.