روهي (پنځه نۍ/۳۰ د زمري)، د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو څخه د يوې جلا شوې ډلې قومندان عبدالمنان نیازي په يوې تازه وېډيو کې ويلي دي چې د افغانستان هزاره ګان د ايران د فاطميون لکښر ملاتړي او په پار يې جګړه کوي.
عبدالمنان نیازي ګواښ کړی دی چې هغه افغان هزاره ګان په ووژني چې د ايراني فاطميون ډلې لپاره په افغانستان کې نور کسان په نښه او وژني يې.
د عبدالمنان نیازي دغه څرګندونو هزاره مشر محمد محقق په غوسه کړی دی. محقق په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "دا یوه جنایتکاره فرصتطلبه ډله ده، دا ډله د افغانستان اسلامي جمهوریت په وړاندې د بهرنیو هېوادونو لهخوا استخدام شوې، د حکومت برنامو په وړاندې پرازیت خپروي، افغانستان کې هغه څه چې هغوی وايي وجود نهلري."
له دې وړاندې هم داسې څرګندونې شوې، چې هزاره توکمي افغانان په سوريه او يو شمېر نورو هېوادونو کې د ايران د ګټو لپاره په فاطميون نومي لښکر کې د ايران لپاره جګړه کوي.
وروستي