روهي (پنځه نۍ/۳۰ د زمري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وسله والو طالبانو غږ کړی دی چې د اوربند وړانديز دې ومني او د سولې په پار دې حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.
نوموړي نن ورځ په يو پيغام کې چې افغان ملي امنيتي ځواکونو ته يې وړاندې کړی دی، دغه څرګندونې هم کړې دي. نوموړي زياته کړې، "پر طالبانو غږ کوم چې اوربند وکړي او د سولې خبرې حکومت سره پيل کړي."
ټاکل شوې وه چې د لويې مشورتي جرګې وروسته به افغان حکومت د طالبانو ۴۰۰ بنديان خوشي کړي او د سولې بين الافغاني خبرې به پيل شي، خو تر اوسه دغه بهير نه دی پيل شوی.
ځينې سرچينې وايي چې حکومت د ۳۲۰ طالب بنديانو خوشي کول په هغه ۳۲۰ کمانډو بنديانو پوري ځنډولي، چې د طالبانو په زندانانو کې دي.
وروستي