بارک اوباما: ټرمپ له ولسمشرۍ سره جوړ نه دی او وده يې نه ده کړې 

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د زمري)، د امريکا متحدو ايالتو د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاينونو په لړ کې پخواني ولسمشر بارک اوباما او اوسني ولسمشر ټرمپ پر يو او بل سختې نيوکې کړې دي. 

پخواني ولسمشر اوباما ويلي دي چې ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره وړ کی نه دی او بشپړه وده يې نه ده کړې. نوموړي ټرمپ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاتې بللی دی. 

په ورته وخت کې ولسمشر ټرمپ د بارک اوباما په تېرې دورې نيوکې کړې دي او ويلي دي چې د هغه "وحشتناک وضعیت" لپاره ټاکل شوی چې اوباما ورته په ميراث پرېښوودلی وو.