نوي ډيلي کې افغان سفارت د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۱ کليزه ولمانځله 

روهي (څلورنۍ/۲۹ د زمري)، د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې د افغانستان د ستر سفارت له خوا د هېواد د خپلواکۍ کليزه ولمانځله شوه، چې هندي چارواکو هم په کې ګډون کړی وو. 
يادو مراسمو کې د افغاننستان سفارت شارژدافير طاهرقادري او د سفارت کارمندانو وراېخوا، هندي مقاوماتو او د بهرنيو هېوادونو استازو او ډپلماټانو کې هم برخه اخېسته وه. 

افغانستان په ۱۲۹۸ل کال کې د غازي امير امان الله خان په مشرۍ له انګلېس خپلواکي واخېسته او افغانستان يې نړۍ کې يو خپلواک هېواد اعلان کړ.