عمران خان: سعودي زمونږ نه دی خپه 

روهي (څلورنۍ/۲۹ د زمري)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ اړيکې اوس هم دوستانه دي یاو هغه خبرونه يې رد کړي دي یچې ګواکي د دغه دوه هېادونو اړيکې ترېنګلې شوې دي. 

نوموړي پاکستان کې د يو خصوصي تلويزيون سره په خبرو کې ويلي دي، "سعودي د پاکستان یو مهم ملګری دی او تل یې په سخت وخت کې د پاکستان لاس نیولی دی. دا ځل یې هم خورا بد حالت کې زموږ مرسته وکړه. له ریاض سره د اسلام اباد د اړیکو خرابېدلو ګنګوسې بلکل ناسمې دي. له سعودي سره خورا ښه اړیکي لرو، موږ له ریاض سره پرلپسې تماس لرو. "

د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړيکو خبرې هغه وخت رسنيزې شوې، چې بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير په جنجالي مساله کې پر سعودي عربستان نيوکې وکړې او غبرګونونه يې راپورته کړل.

د قريشي نيوکې پر سعودي عربستان دا وې چې کشمير کې د روان وضعيت په اړه يې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان غونډه جوړه نه کړه او پرې چوپ دی. 

سعودي عربستان او پاکستان له ډېر تېر دوستانه اړيکې لري؛ که څه هم لومړی وزير عمران خان يې ترېنګلتيا ردوي خو ويل کيږي چې د دغه دوه هېوادونو اړيکې اوس مهال سره خرابې شوې دي او پاکستان يې د رضا کېدو هڅې کوي.