مودي ولسمشر غني ته: تا او افغان ولس ته د خپلواکۍ د ۱۰۱ کليزې مبارکي وايم

روهي (څلورنۍ/۲۹ د زمري)، د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي پر خپلې ټوېټر پاڼې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او افغان ولس ته د افغانستان د خپلواکۍ سد بېرته اخېستلو د ۱۰۱ کليزې مبارکي لېکلې دي. 

نوموړي د مبارکۍ پيغام ترڅنګ پر ټوېټر لېکلي دي، "هند د افغانستان د غوره راتلونکي اوخپل برخلیک ټاکلو لپاره د ترهګرۍ له ګواښ څخه خوندي او داسې ټولنې ته د رسېدو لپاره چې عدالت په کې تامین شي، د دې هېواد د غوښتنې او هڅو ملاتړ کوي."

له نرېندرا مودي وراېخوا د نړۍ د ډېری هېوادونو مشرانو هم د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کليزې مبارکۍ افغان ولس ته ويلي او د همکارۍ ډاډ يې ورکړی.