شي جېنګ پېنګ ولسمشر غني ته د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کليزې مبارکي ويلي 

روهي (درې نۍ/۲۸ د زمري)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ته د چین ولسي جمهوریت جمهوررئیس شي جېنګ پېنګ له لوري د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۱ کالیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.

د چین جمهوررئیس لیکلي دي: د افغانستان او چین ترمنځ د ۶۵ کلونو ډيپلوماتیکې اړیکې د دواړو هیوادونو متقابل درناوي، دوستۍ او دوه اړخیزه همکاریو څخه برخمنې وې. 

شي جېنګ پېنګ پخپل پیغام کې څرګنده کړې چې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پراختیا زما لپاره ځانګړی ارزښت لري او تیار یم چې د دغو اړیکو د پراختیا په برخه کې چې د دواړو هیوادونو او ملتونو په ګټه دي، له تاسو سره یو ځای کار وکړم.