یوه ورځ دوه ملګري، د صحرا په طرف سره روان وو.
دوی دواړو خپل منځ کې د یو څه په اړه بحث کوه چې یوه ملګري ناببره مخ ته څپېړه ورکړه.
خو دوی همداسې سره روان وو تر هغې چې دوی یو ښه ځای دې لمبلو پیدا کړو او پریکړه یې وکړه چې همدلته به لمبیږي.
لږ شېبه وروسته هغه نفر چې خپل ملګري ته یې څپېړه ورکړې وه، په ډنډ کې ښخ شو؛ نیږدې وو، چې په اوبو کې غرق شي خو وهل شوي ملګري یې ژوند بچ کړو او د اوبو له را ایستلو وروسته یې ملګري په یوه تیږه ولیکل چې: ” نن ورځ زما یوه نیږدې ملګري زما ژوند وژغورلو“.
هغه ملګري کوم چې څپېړه ورکړې وه او له مرګ یې بچ کړو له خپل نیږدې ملګري یې وپوښتل چې:
وروسته له هغې چې ما ووهلې نو تا په شګو ولیکل او اوس دې په تیږه ولیکل، دا ولې؟
ملګري ځواب ورکړ: کله چې مو یو څوګ خوږ کړي همغلته په شګو یې لیکی، تر څو باد پرې راشي او هغه یوسي، خو که کله چا درسره ښه وکړل نو همغلته یې په داسې تیږه ولیکی، چې باد یې هیڅ د وړلو یا ړنګولو توان ونلري.
پند:
په ژوند کې مادیاتو ته دومره ارزښت مه ورکوئ خو ارزښت هغه چاته ورکړی، چې څوګ په ژوند کې لری!
وروستي