روهي (دوه نۍ/۲۷ د زمري)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ د پکتيا ولايت له يو شمېر مشرانو او ځوانانو سره د سولې بهير په اړه خبرې - اترې کړې دي.
عبدالله عبدالله ويلي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سولې لپاره پر خپلې ژمنتيا او ارادې ټېنګار کوي او د سولې خبرې کوونکی پلاوی تيار دی، چې د سولې مخامخ خبرو ته لاړ شي.
د مصالحې عالي شورا مشر دا هم ويلي دي چې د سولې خبرې او سوله په دې مانا نه ده چې هېواد د ۱۹ کالونو لاس ته راوړنې په کې د لاسه ورکړي او بېرته تېر ته لاړ شي.
وروستي