اسرائيلو او عربي متحده امارات د کرونا سره ګډې - مبارزې تړون لاسليک کړ

روهي (دوه نۍ/۲۷ د زمري)، تېره اوونۍ د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په هڅو عربي متحده اماراتو او اسرائيلو د بشپړو ډېپلماټيکو اړيکو تړون سره لاسليک کړ، چې پراخه غبرګونونه يې راپورته کړل. 

د دغه دوه هېوادونو د خپلو اړيکو په لړ کې  تازه داسې تړون سره لاسليک کړی دی، چې له لارې به يې د کرونا ويروس پر وړاندې ګټه مبارزه کوي. 

د کرونا ويروس سره مبارزه برخه کې  اپیکس ګروپ  کډ - اسرائيلي او فلسطيني شرکت ويلي، "دا د اسرائیل او عربي متحده اماراتو د سوداګرۍ د سکتورونو تر منځ لومړنی تړون ګڼل کیږي چې د دواړو هیوادونو د سوداګرو تر منځ د اقتصاد، سوداګرۍ او ګډ کار کولو په برخي کې د همکارۍ لپاره ګټور دی."

د اسرائيلو او عربي متحده اماراتو د ډېپلماټيکو اړيکو پر وړاندې ايران او ترکيې غبرګونونه ښوودلې دي. ترکيې عربي اماراتو ته خبرداری ورکړی دی چې ښايي خپل سفارت وتړي او ډيپلماټيکې اړيکې وځنډوي. 

له بلې خوا تېره ورځ د ايران ولسمشر حسن روحاني تېره ورځ ويلي، چې عربي متحده اماراتو اسرائيلو سره د اړيکو په جوړېدو، د نړۍ مسلمانانو سره خيانت وکړ.