افغان پوځ ډيورنډ کرښې سره څېرمه خپل زور او ځواک ښيي 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د زمري)، له تېرو څو ورځو راهسيې افغان ملي پوځ د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پوځي تمرينونه شروع کړي دي. پوځ دغه تمرينونه په کندهار او ننګرهار ولايت کې تر سره کړي دي. 

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې پوځ تېره ورځ عمليات کړي دي. سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان پوځ تطبیقات عمليات د (سپين بولدک شهيدانو) په نوم نومول شوي دي. 

دغه پوځي تطبیقات له تېرو درېيو ورځو د خوست په ځاځي ميدان، د ننګرهار په  ګوشته او د کندهار ولايت په سپين بولدک کې  تر سره کيږي. 

د هېواد د پوځ لوی درستيز سترجنرال ياسين ضيا او د ملي دفاع وزارت يو شمېر نورو چارواکي د دغه عملياتو د لېدو په پار کندهار ته تللی وو.