روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، د مصالحې عالي شورا چې مشري ډاکټر عبدالله عبدالله کوي د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو ځنډ د يو شمېر هېوادونو ملاحظې ښيي.
فريدون خوځون چې د يادې شورا وياند دی په دې اړه بي بي سي ته ويلي دي، "یو شمېر هېوادونه اعتراض لري. خو مهمه دا ده چې د زندانیانو د ازادېدو حکم ولسمشر لاسلیک کړی او دغه لړۍ پيل شوې ده. تمه داده چې ژر بین الافغاني مذاکرات شروع شي. افغانستان بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دی او موږ کوښښ کوو چې دغه ستونزه حل شي".
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وياندې ناجيه انور بي بي سي ته ويلي دي، "اتیا تنه طالب زندانیان خوشې شوي او د نورو پاتې زندانیانو کار روان دی. د زندانانو د خلاصون پروسه حقوقي، تخنیکي او عدلي ابعاد لري چې په دې برخه کې کار جریان لري".
د فرانسې حکومت بهرنيو چارو وزارت هم په يوې اعلاميې کې له افغان حکومت غوښتي دي چې د ۴۰۰ طالب بنديان له ډلې درې هغه کسان نه خوشي کوي چې فرانسويان يې وژلي وو.
د بي بي سي د خبر اړوند، په وژل شویو فرانسویانو کې د بيټينا ګوېزلارډ په نوم هغه فرانسوۍ مېرمن هم شامله ده چې افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته کار کاوه او د ۲۰۰۳ کال په نومبر کې د دوو موټرسایکل سپرو له لوري په غزني کې ووژل شوه او طالبانو يې د وژلو مسوولیت منلی و.
وروستي